Episode Details
Back to Episodes
د مسکو او طالبانو نږدېوالی؛ ولې روسیه له طالبانو سره اړیکې پراخوي؟
Published 1 week, 4 days ago
Description
مسکو چې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند، اوس هڅه کوي له کابل سره خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي. په همدې لړ کې کابل ته د روسیې د لوړپوړو چارواکو پرلهپسې سفرونه او د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا هڅې د دې نږدېوالي څرګندې بېلګې دي. خو پوښتنه دا ده چې روسیه ولې غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې دومره پراخې او نږدې وساتي؟ ایا د مسکو دا هڅې یوازې د افغانستان له امنیت او اقتصادي وضعیت سره تړاو لري، که روسیه په سیمه او نړیوال سیاست کې هم خپلې پراخې موخې تعقیبوي؟