Episode Details
Back to Episodes
په سیډني کې د افغانانو لپاره نوی کلتوري او تعلیمي مرکز؛ موخې او راتلونکي پلانونه
Published 4 days, 9 hours ago
Description
د اسټرالیا په سیډني ښار کې د افغان څو کلتوري مرکز (Afghan Multicultural Hub) او د پښتو ژبې ښوونځی پرانیستل شو. د دې مرکز جوړوونکي وايي، دا به د افغانانو لپاره د ژبې، کلتور، ښوونې او ټولنیزو خدمتونو یو ګډ مرکز وي او د جمعې د لمانځه او د روژې د افطارونو په څېر ټولنیزو او دیني فعالیتونو ته به هم زمینه برابره کړي. په همدې هکله مو د دې مرکز له مشرې شهلا ابراهیم سره خبرې کړې دي، څو د دې نوښت د موخو، فعالیتونو او د افغانې ټولنې لپاره د دې مرکز د ارزښت په اړه نور معلومات ترلاسه کړو.
#sbsaudiopodcast
#sbsaudiopodcast