Episode Details
Back to Episodes
د چترال د کیلاش قوم ژبه، مذهب او کلتور؛ اقلیمي بدلون د دوی لرغوني دودونه له ګواښ سره مخ کړي
Published 2 weeks, 4 days ago
Description
د چترال د کیلاش قوم خلک ځانګړې ژبه، مذهب او لرغونی کلتور لري او ژوند یې له طبیعت سره نږدې تړلی دی. خو د اقلیم بدلون د دوی پر کرنه، مالدارۍ او طبیعي سرچینو منفي اغېز کړی دی. د دغو بدلونونو له امله د کیلاش قوم دودیز ژوند او د پېړیو پخوانی کلتور هم له جدي ګواښ سره مخ شوی دی. په دې اړه لا ډېر معلومات دلته د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې اورېدلی شئ.