Episode Details
Back to Episodes
د سختو ورځو پای او د نوي ژوند پیل؛ په افغانستان کې بند پاتې نابینا پلار څنګه اسټرالیا ته را ورسېد؟
Published 1 month, 2 weeks ago
Description
۳۴ کلن نابینا افغان پلار، بلال خان، چې د اسټرالیا د بشردوستانه ویزې له ترلاسه کولو وروسته له پاکستانه افغانستان ته ډیپورټ شوی و، د یو شمېر ملبورن مېشتو افغانانو او د اسټرالیا د حکومت په مرسته بېرته اسټرالیا ته راغلی او اوس مهال په ملبورن کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. اس بي اس پښتو له بلال خان سره د هغه د ژوند او اسټرالیا ته د راتګ په اړه مرکه کړې ده. همدارنګه، مو د صفت الله الفت پیغام را اخسیتی چې اسټرالیا ته د بلال خان په بېرته راتګ کې یې ورسره مرسته کړې ده. مهرباني وکړئ دلته یې واورئ.