Episode Details
Back to Episodes
د جمهوري نظام له نسکورېدو پنځه کاله وروسته: په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ او نامعلومه راتلونکې
Published 6 hours ago
Description
د جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځه کاله پوره شول، خو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم د جدي اندېښنې وړ دی. د اسټرالیا حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې طالبان د افغانستان د خلکو د مشروع استازو په توګه نه پېژني، خو په ورته وخت کې وايي چې د بشري ناورین پر مهال به د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي. په دغه رپوټ کې مو د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ او په افغانستان کې روان وضعیت ته کتنه کړې ده.