Episode Details

Back to Episodes
په اسټرالیا کې د معلولیت اړوند خدمتونو ته د لاسرسي، کلتوري او ژبنيو آسانتیاوو په اړه مرکه

په اسټرالیا کې د معلولیت اړوند خدمتونو ته د لاسرسي، کلتوري او ژبنيو آسانتیاوو په اړه مرکه

Published 5 months ago
Description
نن د هغو خدمتونو په اړه خبرې کوو چې د معیوبو او معلولو کسانو او د هغوی د کورنیو لپاره د ورځني ژوند اسانتیاوې برابروي. زموږ مېلمه مشعل درانی دی هغه د (Ability assist services) په نامه د یوه بنسټ اجرایوی مدیر دی. یاد بنسټ د معلولیت لرونکو کسانو سره د ملاتړ او پاملرنې په برخه کې کار کوي. او همداسې د معلولیت ملي بیمې پلان (NDIS) سره راجستر دی. نن به ترې وپوښتو چې دا خدمتونه څه دي، کورنۍ څه ډول مرسته تر لاسه کولی شي، د کیفیت او باور معیارونه څنګه خوندي کېږي. او تر ټولو مهمه دا چې څنګه افغانان کولی شي د ژبې او نورو کلتوري اسانتیاوو څخه ګټه ترلاسه کړي. مهرباني وکړئ بشپړه مرکه دلته واورئ.
Listen Now

Love PodBriefly?

If you like Podbriefly.com, please consider donating to support the ongoing development.

Support Us